• بازگشت به صفحه اصلی
  • zondag 13 april 2008

    هندۍ مور په خپله عجيب الخلقه لور ویاړی

    ېنوا ټکئ کام benawa.com

    ۱۰ /۰۴ / ۲۰۰۸میلادی

    هندۍ مور په خپله عجيب الخلقه لور ویاړی

    د هند په "سايني سانپورا "ښار گوټي کې زيږيدلي يوه عجيبه الخلقه نجلۍ اوس د خپل بی وزله فاميل لپاره د پيسو تر ټولو يوه عمده سرچينه بلل کيږي .دا نجلۍ چې په عکس کې ښکاري "لالي" نوميږي او دری اونۍ دمخه زيږيدلي ده .دهغې کورنۍ واېې چې لور ېې څلور سترگي ، دوه پوزی او دوه خولي لري او روغتيايي حالت ېې سم دی . د ماشومي مور او پلار واېې له کومي ورځي چې ېې لور زيږيدلي ، د هند له بيلابيلو سيمو خلگ په گاډيو موټرو او سيکلو د هغې ليدو ته راځي او يو شمير نور خو بيا هغه د خپل بت په توگه ستايي . معمولاٌ د هند په ځينو سيمو کې بتان څو سرونه لري او زيارت کونکي "لالی" د دې سيمي خلکو ته د خدای ځانگړي ډالي بولي او د هغې عبادت کوي.د ماشومي کورنۍ واېې چې په تيرو دريو اونيو کې ېې د "لالي" له نندارچيانو 75000 پاکستانۍ روپۍ تر لاسه کړي دي.

    لالی

    لالی

    ميرويس جلالز

    Geen opmerkingen: